په پکتیا ولایت کې شپږ روغتیايي کلینیکونه د ۳،۲ مېلیونو افغانیو په ارزښت ګټې اخستنې ته وسپارل شول

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۱
په پکتیا ولایت کې شپږ روغتیايي کلینیکونه د ۳،۲ مېلیونو افغانیو په ارزښت ګټې اخستنې ته وسپارل شول

د پکتیا د عامې روغتیا رئيس، صدرالدین عزام وايي چې ددې ولایت په شپږو سپینو ساحو کې د ۳،۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت شپږ روغتیايي کلینیکونه ګټې اخستنې ته وسپارل شول

دغه کلینیکونه د دې ولایت په پنځو ولسوالیو ( ډنډې پټان، جاني خېلو، ګردي څېړۍ، سیدکرم او میرزکه ) کې خدمات پیل کړل چې په دغو کلینیکونو کې پنځه SHC او یو BHC کلینیک دی.

د پکتيا د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې مهاله په دې ولایت کې ۱۷ ځايي روغتيايي کلينيکونو، ۱۰ نوي موبائيل ټيمونه او تر ۴۰۰ پورې بشري قوه د روغتيا په برخه کې په کار ګمارل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS