په کندز ولایت کې د غضنفر روغتیايي علومو انستیتیوت د کانکور ازموینه واخیستل شوه
شنبه،ورى ١٤٠١/٢٧
دکندز ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله ساحل په دغه ولايت کې د غضنفر روغتيايي علومو د انستيتوت د کانکور ازموينې د پيل خبر ورکړ.
ازموينه د کندوز والي نثار احمد نصرت، د عامې روغتيا وزارت د پلاوي، د اړوندو ادارو د استازو او رسنيو په شتون کې په ډاډمنه فضا کې ترسره شوه، چې په دې ازمونيه کې ١٩٥٠ نارينه او ښځينه داوطلبانو برخه اخيستې وه.
تمه کیږي چې د دې ګډون کونکو څخه به 160 د عالي نرسنګ، د غاښونو پروتيز، فارمسي، طبي ټیکنالوژۍ او قابله ګۍ په برخو کې ومنل شي.