په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
MOPH

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: د روغتیايي خدمتونو ښه‌ والي او د درملو اړوندو معلوماتو د راپور ورکولو په بهیر کې د روڼتیا تأمین لپاره د اړوندو ادارو، تخنیکي ټیمونو او تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ همکاري او همغږي اړینه ده.

یاد فورم د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتو د مدیریت آمریت (HMIS)، یونیسف ادارې، د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو او تخنیکي همکارانو په ګډه همکارۍ چمتو شوی، چې موخه یې د درملو اړوندو معلوماتو د راپور ورکولو بهیر معیاري کول او پیاوړي کول دي.

د یاد فورم د ښه تشریح او تطبیق په موخه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیايي معلوماتو مدیریت (HMIS) او فارمسي برخو مسؤلینو او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ته په دوو جلا روزنیزو ټولګیو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شوی دی.

ټاکل شوې ده، چې یاد فورم په راتلونکي کې په نورو ولایتونو کې هم تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغانستان د روغتیا دوهم ملي او نړيوال نندارتون د پيلېدو په تړاو خبري کنفرانس ترسره شو

ياد نندارتون چې د روان کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه به پيل او تر ۲۴ نېټې پورې به دوام ولري، په اړه يې جوړ شوي خبري کنفرانس کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

په غور ولايت کې ۱۷۸ روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوارځواکۍ او ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

ياد پروګرام د «Wasting او ECD» تر سرلیک لاندې د خوارځواکۍ له امله د بدن د وزن شدید کمښت تشخیص او درملنې او د ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ د ملاتړ په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS