چین له افغان حکومت سره د یو ملیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته وکړه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۳:۲۰
چین له افغان حکومت سره د یو ملیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته وکړه

د چین جمهوري خلق، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د یو ملیون ډالرو په ارزښت روغتیايي توکو مرسته وکړه.

د روغتیایي توکو په دغه کڅوړه کې: نږدې څلوېښت زره د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه، شل زره محافظتي کېټونه، دوه پایې د پي سي آر او دوه پايې د آر ان اکسترکشن دستګاه وې شاملې دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال جلالتمآب سرور دانش د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د چین د مرستو له امله مننه وکړه، ویې ویل: "چین د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې په لومړۍ کرښه کې واقع وؤ او په خوښۍ سره یې وکولای شول، چې له دې بحران څخه په ښه ډول تېر شي او په ورته وخت کې یې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې له افغان حکومت سره د روغتیایي توکو مرسته وکړه.

ښاغلي دانش په افغانستان کې د کورونا بحران له پیل راهیسې د دې ویروس د کنټرول او مبارزې برخه کې د د روغتیا وزارت له مشرتابه او روغتیایي کارکونکو څخه د دوی د هڅو له امله مننه وکړه، او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه، په ځانګړي توګه هغه روغتیایي کار کوونکي چې د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال عامه پوهاوی/ خبر رسونه د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې مهمه وبلله، ټینګار یې وکړ چې د روغتیا سکتور، حکومتي منابعو او خلکو د مرستو له د کورونا ویروس لومړۍ څپې ماتې ورکولو کې کره او پر وخت خبر رسونه په هېواد کې ښه ډول تر سره شوې ده او د دغه ویروس له امله د مړو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله خورا ټیټ دی.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت نوماند ډاکټر احمد جواد عثماني، د چین له حکومت څخه د دې مرستې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې چین د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي توکو چمتو کولو سربېره له افغانستان سره د زېربناوؤ په جوړولو کې هم مرسته کړې چې د هغو له جملې څخه یوه بېلګه يې د جمهوریت روغتون دی.

د عامې روغتیا نوماند وزیر د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د چینايي متخصصینو یوه انلاین ګروپ جوړ کړې چې له لارې یې چینایي متخصصین خپلې تجربې له افغان ډاکټرانو سره شریکوي چې څنګه د کورونا ویروس سره مبارزه وکړي.

هغه همدا ډول په افغانستان کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت لخوا ترسره شوي تدابیر هم په ګوته کړل او څرګنده یې کړه چې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره په ټولو روغتیايي مرکزونو کې جدي تدابیر نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د چین سفیر وانګ یو وویل: چې له افغانستان سره د هغه هېواد مرستو موخه د کورونا ویروس سره مبارزه او د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړیکو پیاوړي کول دي، چې د کورونا بحران د نورو هېوادونو په شان د افغانستان اقتصاد ته ډېر زیان اړولی دی.

ښاغلي یو زیاته کړه چې دغه هېواد په افغانستان کې د کووید - 19 ناروغۍ له پیل راهیسې د روغتیایي توکو تر څنګ د خوراکي توکو مرسته هم کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS