کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شوی

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۲۶
moph

دغه نظارت په تېره یوه میاشتې کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې کاپیسا ولایت کې له ۴۶۵ خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه شوې ده، چې په پایله کې یې ۱۰۵ قلمه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه، سمنګان ولایت کې له ۱۵۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شوی، چې پایله کې یې ۴ درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي او ۱۲۲ قلمه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳
Background image

د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون!

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون کې:

عامې روغتیا وزارت د درملو برخه کې د هېواد داخلي تولیداتو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۰
Background image

د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون!

د افغانستان ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال، ښاغلی الحاج مولوي عبدالسلام حنفي د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون کې:

د افغانستان ا.ا له حاکمیت وروسته روغتیا برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د ابو علي سینا بلخي دوهم ملي او څلورم نړیوال نندارتون!

د افغانستان ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ښاغلی الحاج ملا عبدالغني برادر د ابو علي سینا بلخي دوهم ملي او څلورم نړیوال نندارتون کې:

په هېواد  کې د درملو صنعت په لږ وخت کې زیات. . .

BACK TO NEWS