۳۰ تنه طبي ټکنالوجستانو ته د باکټریالوژي برخه کې څلور ورځنی ټریننګ ورکړل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۳:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د تشخیصیه خدماتو ریاست اړوند د مرکزي لابراتوارونو امریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ۲۸ ولایتونو ۳۰ تنه طبي ټکنالوجستانو ته د باکتریالوژي او Antimicrobial Resistant ( AMR) تر عنوان لاندې څلور ورځني روزنیز ټریننګ لومړۍ دوره تر سره شوه

د یاد ټریننګ په اړه د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو رئیس، ډاکتر اول خان شفق هر اړخیزه وینا تر سره کړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په دې ټریننګ کې فعال ګډون وکړي.

دغه راز، د مرکزي لابراتوارونو آمر، ډاکتر مسعود دلسوز وویل، دغه روزنیز ټریننګ په عملي او نظري بڼه د مسلکي او مجربو استادانو له لوري د ۲۸ ولایتونو طبي ټکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره شو؛ ترڅو وکولای شي هغه موضوعات چې د یاد ټریننګ په ترڅ کې یې زده کوي په اړوندو برخو کې پلي کړي.

ډاکټر دلسوز زیاته کړه، ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې هم طبي ټګنالوجستانو ته ورته روزنیز ټریننګونه په لاره واچول شي او له ګډونوالو مو غوښتنه ده، چې له دې فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ۵مه او ۷مه ناحیه کې د کانګو ناروغۍ مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام چې موخه یې د کانګو ناروغۍ مخنیوی دی، په ترڅ کې یې د څارویو پلورونکو او عامه خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه ګڼ شمېر معلوماتي پوسټرونو وویشل شول او هم پر بېلابېلو ځایونو نصب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده څلورمه فقره

د هغو خوراکي توکو لپاره چې د عامې روغتيا او کرنې وزارتونو له خوا يې ثبت او يا هم مخکې له واردولو اجازه لیک اړین ګڼل شوی وي، واردتي شرکتونه مکلف دي چې هماغه خوراکي توکي په عامې روغتيا. . .

BACK TO NEWS