د ختیځ زون په دریو ولایتونو کې د ماشلومو (پشه خانو) د وېشلو کمپاین پیل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۲
MOPH

یاد کمپیاین د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام مسؤل ډاکټر حزب الله فطرت او د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف په شتون کې د ملاریا او ډینګي ناروغیو د مخنیوي په موخه پیل شو.

دغه کمپاین په لومړي پړاو کې د ننګرهار په نازیانو او دوربابا، د کونړ په درې ‌پیچ او د لغمان په علیشنګ ولسوالیو کې پيل شوی، چې وروسته به په تدریجي ډول د یادو ولایتونو ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.

د پلان له مخې به د یاد کمپیاین په ترڅ کې په ننګرهار کې (۱,۴۵۰,۰۰۰)، په کونړ کې (۴۲۵,۰۰۰) او په لغمان کې (۴۸,۵۲۰) ماشلومي ووېشل شي.

همدارنګه، په ختیځ زون کې د ANC1 خدمتونو له لارې امیندوارو مېرمنو ته د (۹۷,۵۲۴) ماشلومو د وېش بهیر روان دی او په تورخم کې به راستنېدونکو کډوالو ته د (۱۳۲,۷۸۷) ماشلومو د وېش لړۍ هم پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هرات او فراه د تغذیې خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د عامې روغتیا وزارت او AADA ترمنځ تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هرات او فراه ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Agency for Assistance and Development of Afghanistan-AADA مؤسسې سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۳:۴۹
Background image

هرات او فراه ولایتونو کې له یو شمېر عمده درمل پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د هرات او فراه ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې په هرات ولایت کې پنځه عمده درمل پلورنځي له روغتیايي قوانینو څخه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۲
Background image

د ختیځ زون په دریو ولایتونو کې د ماشلومو (پشه خانو) د وېشلو کمپاین پیل شو

یاد کمپیاین د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام مسؤل ډاکټر حزب الله فطرت او د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف په شتون کې د ملاریا او ډینګي ناروغیو د مخنیوي په. . .

BACK TO NEWS