د عامې روغتیا وزارت نورستان ته د بېړنیو روغتیايي مرستو درمل وسپارل
د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټاکل شوي پلاوي د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو غوره درملنې په موخه ۱۶ قلمه درمل د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست ته وسپارل.
د یادې کمېټې مسؤلینو وویل: دغه درمل د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړې لارښوونه د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو د لا ښې درملنې په موخه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شو؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د درملو د کمښت له امله خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون کمېټې یاد پلاوی به په نورستان ولایت کې د روغتیايي خدمتونو ارزونه هم ترسره کړي؛ څو د روغتیايي خدمتونو اړتیاوې پر وخت تشخیص او د پوره کېدو لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
