د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي ازبکستان کې د یاد هېواد د روغتیا برخې له مسؤلینو سره د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ازبکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال، ښاغلي الهامجان عمرزاکوف سره په لیدنه کې د مسلکي تجربو شریکولو، د افغان ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو، په ځانګړي ډول د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنې په اړه بحث ترسره او دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د ګډو همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه، ښاغلي زاهد، د یاد هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د صنعت پراختیا ادارې له رئیس ښاغلي عبدالله عزیزوف سره په جلا لیدنه کې د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او روزنې، د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو صنعت پراختیا، د کیفیت کنټرول لابراتوارونو پیاوړتیا او د لابراتواري تجهیزاتو برخه کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د خوړو او درملو مرستیال، د ازبکستان حکومت د مېلمه پالنې او همکاریو څخه د مننې تر څنګ وویل، ګډه همکاري به د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو، د درملو صنعت پراختیا، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
دغه راز، ازبکستاني مسؤلینو د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
