په ننګرهار کې ۱۵ غیرقانوني روغتیايي تاسیسات وتړل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۵
MOPH

ننګرهار ولایت کې د خیریه په نوم ۵ غیر قانوني فعالیت کوونکي کلينيکونه، یو لابراتوار، یو باب د روغتيايي محصولاتو او ۸ بابه د درملو پلورنځي له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې او مسلکي کارکوونکو نه شتون له امله وتړل شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ اړوند سيمو کې له يو شمېر روغتیايي تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې ۱۵ بابه تاسيسات له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې او مسلکي کارکوونکو نشتون له امله وتړل شول او ۲۵ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS