د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د خیرخانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (15)قلمه لباسونو د پروژې چې د (M0PH-HRP-KHH-NCB -1405-G05 ) ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼې د تدارکاتو مدیریت څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې چې د 1/06/1405 هـ ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (10:00) بجو د آفر پرانیستنې خونې ته، چې د خیرخانې 102 بستریز روغتون کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه په ذکر شوې خونه کې تر سره کېږي.
