د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه
یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل، چې له دغو تجهیزاتو څخه به د روغتیايي خدمتونو ښه والي او ناروغانو ته د لا غوره اسانتیاوو برابرولو په موخه ګټه واخیستل شي.
