په لوګر کې د خوارځواکۍ د کمولو لپاره له AYSO سره هوکړه لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۹
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري لوګر ولایت کې د لنډو قدونو د شيوع او د خورځواکۍ د نورو ډولونه کمولو په موخه له Afghan Youth Services Organization-AYSO مؤسسې سره د (۳۶۸۸۷۰) درې سوه اته شپېته زره اته سوه اویا ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د دریو کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۳ روغتيايي مرکزونو او ۵۰ روغتیايي ځالو له لارې د یاد ولایت (۱۱۹۱۶) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۰۸) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AYSO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د دریو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د غور ولایت د روغتیايي خدمتونو پر وضعیت، شته ستونزو، ننګونو او د روغتیايي مرکزونو پر بنسټیزو اړتیاوو بحث او خبرې وشوې. د غور عامې روغتیا رئیس د روغتیايي مرکزونو تجهیز، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د هېواد په شمالي زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو د خصوصي روغتونونو ۴۶ تنو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د جلال‌اباد ښار دویمې ناحیې اړوند سيمو کې د درملو عمده پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول. . .

BACK TO NEWS