کابل ښار کې د سنتي طب او عطاریو له ۱۹۲ تاسيساتو او د حجامت ۱۰ مرکزونو څخه نظارت ترسره شوی
د عامې روغتیا وزارت د سنتي طب ریاست مسؤلینو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د سنتي طب له تاسيساتو څخه د ترسره شوي نظارت په پایله کې ۹۰ قلمه د خرڅلاو منع درمل، ۱۴ قلمه کیمیاوي جنسي تقویتي درمل، ۴ قلمه عصري کیمیاوي درمل او ۴ قلمه له نېټې تېر نباتي درمل راټول کړل.
همدارنګه، ۷ درملتونونه له نافذه قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله په لنډمهاله توګه وتړل شول او ۴ قلمه د درد ضد نباتي درمل د کیفیت ارزونې په موخه د کیفیت کنټرول لابراتوار ته واستول شول.
