د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د درملو واردوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۲
moph

په دې لیدنه کې بازار کې د درملو بیو، د درملو پر بسته‌بندۍ د بیې درج کولو، د احتکار مخنیوي، د باکیفیته درملو برابرولو او عرضه کولو او په هېواد کې د اړتیا وړ درملو د تأمین په اړه بحث او خبرې وشوې.

د خوړو او درملو مرستیال د درملو د واردوونکو شرکتونو پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، عامې روغتیا وزارت د افغانستان ا.ا د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې له یادو شرکتونو سره د لازمې همکارۍ او ملاتړ زمینه برابروي.

همدارنګه، د درملو د واردوونکو شرکتونو مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د خوړو او درملو مرستیال سره شریک کړل، چې د نوموړي له لوري ورته د ستونزو حل او لازمې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۷ خصوصي روغتونونو، ۱۰ سراپا کلينيکونو او ۹ تشخيصيه مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو په پايله کې ۲ خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

په کابل ښار کې د خوراکي توکو له پنځو تولیدوونکو فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست اړوند د خطر تحلیل، د خوړو سرویلانس او معیارونو تدوین ریاست مسؤلینو له لوري د خوړو په موادو کې د خطر د تحلیل پر بنسټ، د کابل ښار په نهمه. . .

BACK TO NEWS