د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو شتون، درمل او طبي تجهیزات، لابراتوارونه، حفظ‌الصحې، د انتاناتو کنټرول، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او عمومي وضعیت وارزول شول.

همدارنګه، د خدمتونو د کیفیت لوړولو، د معیارونو رعایت او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د سنتي طبابت د چارو تنظیم ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیم د پلخمري ښار له ۳۳ خوراکي او درملیزو تأسیساتو څخه نظارت وکړ.

 د دې نظارت پایله کې ۵۱ قلمه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او WVI مؤسسې ترمنځ په هرات ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۱۵۳ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري هرات ولایت کې د رواني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له World Vision International-WVI مؤسسې سره د (۱۵۳۰۰۰) یو سل درې پنځوس زره ډالرو په. . .

BACK TO NEWS