د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو شتون، درمل او طبي تجهیزات، لابراتوارونه، حفظالصحې، د انتاناتو کنټرول، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او عمومي وضعیت وارزول شول.
همدارنګه، د خدمتونو د کیفیت لوړولو، د معیارونو رعایت او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
