کابل ولایت کې د بتخاک عالي لېسې څه باندې ۱۷۰۰ زدهکوونکو ته د نشهيي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
ياد پروګرام د عامې روغتيا وزارت، ابن سینا د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستريز روغتون د عامه پوهاوي ټيم له لوري تنظيم شوی و او د نشهيي توکو د زیانونو، ناوړه پایلو او د روږدي کېدو د مخنیوي په اړه په کې معلومات وړاندې شول. همدارنګه، په ياد پروګرام کې د ځوانانو د سالم راتلونکي، د نشهيي توکو پر وړاندې د نه ویلو او د روږديتوب د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وشو.
