د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته روزنیزه دوره ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د حوزوي او مرکزي لابراتوارونو ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ روزنيزه دوره ترسره شوه
یاده دوره چې د ګلوبل پنډ په همکارۍ ترسره شوه، په اړه يې د عامې روغتیا وزارت د تشخیصيه خدماتو رئیس، دوکتور محمد قاسم صاحبي وويل: دغه روزنیزه دوره د مسلکي او مجربو استادانو له لوري په عملي او نظري بڼه د طبي ټکنالوجستانو د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شوه؛ ترڅو یاد کارکوونکي وکولای شي، زده کړي موضوعات په اړوندو کاري ځایونو کې پلي کړي او هم يې له خپلو همکارانو سره شريک کړي.
همداراز، د تشخیصيه خدماتو رئیس زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به نورو طبي ټګنالوجستانو ته هم ورته روزنیزې دورې په لاره واچول شي.
