په فراه ولایت کې د ولسوالیو همغږي کوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۲
MOPH

دغه روزنیز پروګرام د فراه ولایت د مرکز، پشت‌رود، خاک‌سفید، اناردرې، پشت‌کوه، شیب‌کوه، لاش‌وجوین، بکواه، بالابلوک، ګلستان او پرچمن ولسوالیو د ۷۲ تنو همغږي کوونکو لپاره د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمدولي احمدزي له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.

د فراه ولایت عامې روغتیا رئیس د دغه پروګرام د پرانیستې پر مهال د همغږي کوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د روغتیايي برخو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د څارنې او راپور ورکولو بهیر ښه والي او د روغتیايي پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: مسلکي روزنې د فعالیتونو د اغېزمنتیا په لوړولو او د ولسوالیو په کچه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې مهم رول لري.

دغه پروګرام د ګډونوالو د مسلکي پوهې او مهارتونو د لوړولو، د همغږۍ ښه والي او د روغتیايي پروګرامونو د پلي کېدو بهیر د پیاوړتیا په موخه پیل شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د عامې روغتيا وزارت له لوري د رواني روغتيا د تامين. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته روزنیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د حوزوي او مرکزي لابراتوارونو ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۲
Background image

په فراه ولایت کې د ولسوالیو همغږي کوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

دغه روزنیز پروګرام د فراه ولایت د مرکز، پشت‌رود، خاک‌سفید، اناردرې، پشت‌کوه، شیب‌کوه، لاش‌وجوین، بکواه، بالابلوک، ګلستان او پرچمن ولسوالیو د ۷۲ تنو همغږي کوونکو لپاره د فراه ولایت د. . .

BACK TO NEWS