علي جناح روغتون ته د پښتورګو د ډیالیز ۱۵۰ بستې بشري مرسته وسپارل شوه
ياده مرسته د افغان کلزر سکای شرکت له لوري شوې وه، چې د سپارلو په موخه جوړو شویو مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي، د افغان کلزر سکای شرکت مسؤلینو، د علي جناح روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، له یاد شرکت څخه مننه وکړه او دا مرسته یې د هیموډیالیز ناروغانو د درملنې او د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا برخه کې مهم ګام وباله.
همداراز، ښاغلي مرستيال د علي جناح روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر یې له نږدې وکاته او د روغتیايي کارکوونکو له هڅو او خدمتونو څخه یې مننه وکړه.
هغه د ناروغانو د لا ښه خدمت، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د چارو لا ښه تنظیم په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
