په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو
په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: د روغتیايي خدمتونو ښه والي او د درملو اړوندو معلوماتو د راپور ورکولو په بهیر کې د روڼتیا تأمین لپاره د اړوندو ادارو، تخنیکي ټیمونو او تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ همکاري او همغږي اړینه ده.
یاد فورم د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتو د مدیریت آمریت (HMIS)، یونیسف ادارې، د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو او تخنیکي همکارانو په ګډه همکارۍ چمتو شوی، چې موخه یې د درملو اړوندو معلوماتو د راپور ورکولو بهیر معیاري کول او پیاوړي کول دي.
د یاد فورم د ښه تشریح او تطبیق په موخه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیايي معلوماتو مدیریت (HMIS) او فارمسي برخو مسؤلینو او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ته په دوو جلا روزنیزو ټولګیو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شوی دی.
ټاکل شوې ده، چې یاد فورم په راتلونکي کې په نورو ولایتونو کې هم تطبیق شي.
