د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ۸ میلیونه افغانیو ارزښت د ګلاهي روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه
ياد روغتيايي مرکز د عامې روغتیا وزارت له لوري د امارت له داخلي بودیجې څخه جوړېږي، چې بستر خونې، کتنځي، ولادت خونه، تشنابونه او شنه ساحه به ولري.
په همدې موخه جوړه شوې غونډې کې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امين الله شريف وویل: ا.ا د ولسونو خدمت ته ژمن دی او د خوشبختۍ ځای دی، چې له داخلي بودیجې څخه د روغتيايي مرکزونو د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي او ډاډ يې ورکړ، چې د روغتیایي ستونزو د حل او د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
همدارنګه، يو شمېر نورو مسؤلینو او قومي مشرانو هم ويناوې ترسره، د روغتیایي مرکز د ودانۍ په جوړېدو یې خوښي څرګنده او د ورته نورو اقداماتو هیله یې وښوده.
په یاده غونډه کې د ننګرهار د مخابراتو رئیس مولوي ذبیح الله ذکي، د شینوارو ولسوال، امینه قومندان او يو شمېر نورو مسؤلینو هم شتون درلود.
