د داوطلبۍ بیاځلي خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د (د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د نیمروز ولایت د روږدو د درملنې ۱۰۰۰ بستریز کمپ لپاره د یوه عراده امبولانس د چمتو کولو او تدارک پروژه)، چې د (MOPH/1404/NCB/G-3078) ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼه په سافټ بڼه د https://tenders.ageops.af وېبسایټ څخه ترلاسه کړي.
د عقودو قانون، لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې د شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې، چې د (۰۸/۰۹/۱۴۰۵) هـ.ش نېټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستنې خونې ته وسپاري، چې د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان مېنې، د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه موقعیت لري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانیستنې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستنې په خونه کې ترسره شي.
