د چارو ادارې له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل، د چارو ادارې د فرهنګي چارو له رییس ښاغلي میا محمد وثیق او مل ټیم سره وکتل، ترڅو د ولسمشر د هغو لارښوونو چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو او په دې برخه کې د لاهمغږۍ په اړه وې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي وثیق د دې غونډې موخه پر ټاکل شوي وخت د هېواد د ولسمشر د لارښوونو څېړل او پلي کول یاد کړل او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت او د چارو ادارې ترمینځ د لا همغږۍ غوښتونکی شو.
د پالیسۍ او پلان معین په دې ناسته کې وویل: د عامې روغتیا وزارت د ولسمشر د لارښوونو د تطبیق او څېړلو لپاره له مخکې بېلابېل ټیمونه ټاکلي دي، ترڅو دغه چارې په مناسب وخت کې پلي کړي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد روغتیايي سکتور د ودې او ښه کولو په اړه د هېواد د ولسمشر لاندې لارښوونې شاملې دي: په هېواد کې د روغتونونو بدلون/تحول لپاره واضیح پلان، د سینګاپور په ګډون د بریالي هېوادونو تجربو څخه کار اخیستل، د موازي ادارو له مینځه وړل، له سرچینو څخه مؤثره ګټه اخیستنه، د بېړنیو اړتیاوؤ تفکیک، د اوولسو لویو روغتونونو د ستونزو حل، د ټیلي مېډیسن کار چټک کول او جدي پاملرنه، د روغتیایي سیسټم ډیجیټلي کول، د روغتونونو لپاره د اصول نامې ترتیبول او په روغتیایي مرکزونو کې د هغه نصبول او نورې بېلابېلې چارې دي.