د عامې روغتیا وزارت د نویو طرحو د پلي کولو څرنګوالي په اړه بحث وشو

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۳۳
د عامې روغتیا وزارت د نویو طرحو د پلي کولو څرنګوالي په اړه بحث وشو

شنبه، وری ۲۱/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، نن د دغه وزارت د اجرائیوي بورډ په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د نویو طرحو د پلي کولو څرنګوالي په اړه چې د جمهوري ریاست د عالي مقام لخوا تائید شوي دي تر بحث لاندې ونیول شوې.

په دې ناسته کې د اکسیجن دستګاه وؤ د نصب کولو کاري بهیر د پرمختګ، د روغتونونو لپاره د ملي پراختیا ادارې لخوا د اخیستل شوي تختونو تحویل اخیستل، د روغتیا ملي جشنوارې په لاره اچول، ترمیم ته د اړتیا لرونکي روغتونونو بیارغونه، د تشکیلاتي اصلاحاتو طرحې او نورو روغتیایي مواردو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د عامې روغتیا وزارت د نویو طرحو د پروسې په ګړندي کولو باندې ټینګار وکړ او د اړوندو څانګو له مسؤلینو یې وغوښتل چې د دې طرحو پلي کولو د ګړندي کولو لپاره د څو کمېټو په جوړولو باندې کار وکړي.

ډاکټر وحید مجروح په یادو څانګو کې د کار پروسې د ښه والي او پرمختګ په پار د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د تشکیل د اصلاحاتو طرحې او د دې وزارت نورو برنامو د پلي کولو برخه کې لا ډېر کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS