کندهار ولایت کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر ښه والي د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅې

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۶:۳
کندهار ولایت کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر ښه والي د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅې

شنبه، چنګاښ ۱۹/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د هېواد په جګړیز وضعیت او سختو ورځو کې کندهار ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د میرویس حوزوي روغتون د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیوه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ددغه روغتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي لپاره یې د اړونده څانګو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ډاکترمجروح، له هغو ټپيانو څخه چې د هېواد په سویل کې د جګړې په نتیجه کې دغه روغتون ته لېږدول شوي دي روغتیا پالنه/لیدنه وکړه او له مسؤولینو یې وغوښتل چې دوی ته د لاسرسي او درملنې په پار ټولې شته اسانتیاوې او امکانات چې د دوی په واک کې دي وکاروي.

هغه د دغه د روغتون کړنو د ارزونې پرمهال د کابل روغتونونو څخه د متخصصینو یو ټیم دغه ولایت ته وغوښته ترڅو د دغه روغتون ډاکترانو ته د بېړنۍ پاملرنې برخه کې روزنه ورکړي.

د هېواد د روغتیایي وضعیت ارزول او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول د ډاکتر مجروح له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، هغه تل هڅه کړې چې د هېواد لیرې پرتو سیمو ته سفر وکړي او خلکو ته د مساوي او عادلانه روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو له بڼې څخه ډاډ ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۲۱
Background image

په زابل ، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د یو شمیر خوارکي توکو او درملتونونو څخه نطارت تر سره شو

په زابل، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د خوړو او درملو آمریتونو له لوري د یو شمېر خوراکي توکو او درملتونونو څخه د  نظارت په پایله کې (۹۷) قلمه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

BACK TO NEWS