د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د بېړنیو کېټونه یوه جوپه مرسته د عامې روغتیا وزارت سره
دوشنبه، چنګاښ ۲۱/۱۴۰۰
د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد د عامې روغتیا وزارت سره د بېړنیو کېټونو یوه جوپه مرسته وکړه.
په دې جوپه کې اویا مټریک ټنه بېړني کېټونه شامل دي او دغه روغتیايي کڅوړه د عامې روغتیا وزارت سره بېړنیو پېښو ته د لاسرسي په پار مرسته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس ډاکتر عبدالقدیر قدیر؛ د روغتیا نړیوال سازمان څخه د دې مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل: د هېواد د عامې روغتیا وزارت هوډ لري چې خلکو ته په هر حالت کې روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
تمه ده چې دویمه جوپه یې سبا کابل ته را ورسېږي او د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شي.