د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پلي کوونکو بنسټونو له استازو سره وکتل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۶:۳۴
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پلي کوونکو بنسټونو له استازو سره وکتل

سه شنبه، سلواغه، ۱۴۰۰/۵

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پلي کوونکو بنسټونو له استازو سره نن د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.

په دې ناسته کې د یادو موسسو استازو د کارکوونکو د معاشونو، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د اکمالاتو، د محروقاتي توکو، کورونا روغتیايي خدمتونو مرکزونو او نورو مهمو مواردو په اړه خپل کاري درې میاشتني راپورونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د دې بنسټونو کاري راپورونو د اورېدو سربېره له هغوى وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي او د خپلو قراردادونو سره سم عمل وکړي.

ډاکترعباد له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، اوسمهال د روغتیا سکټور کې اداري فساد د پام وړ کم شوی او هغه بنسټونه چې خپلو قراردادونو سره سم عمل ونه کړي او له خلکو پروړاندې ژمن نه وي، موږ به یې قراردادونه په مستقیم ډول لغوه کړو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مؤسساتو او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ لا زیاتې همغږۍ ته اشاره وکړه او د همغږۍ پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

همدارنګه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کوونکو مؤسساتو استازو خپلې ستونزې او نظریات د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS