په فاریاب ولایت کې څه باندې شپږ ټنه خوراکي توکي راټول او له منځه يوړل شول

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۱۳:۱
بیش از شش تن مواد غذایی تاریخ گذشته در ولایت فاریاب جمع آوری و هدر گردید

شنبه، ورى ١٤٠١/٢٧

د فارياب د عامې روغتيا رياست خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې يې څه باندې شپږ ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.

د فارياب د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې ددغه رياست د کلني پلان له مخې به د (عامې روغتيا، چاپېريال ساتنې رياست، ولايتي مسوولينو، استخباراتو رياست ، ښاروالۍ او څارنوالۍ ) په ګډون د يوه بورد تر چتر لاندې به تاريخ تير شوي خوراکي توکو د راټولولو کمپاين پيل کړي.

په دغه کمپاین کې ۴۱۰ قلمه تاريخ تير شوي خوراکي توکي چې وزن یې له شپږ ټنو څخه زیات وو، له سوپر مارکیټونو، خوراکي توکو پلورنځیو، پرچون پلورنځیو او عمده پلورنځیو څخه راټول او د یادې کمېټې تر څارنې لاندې له منځه يوړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS