د افغان-جاپان روغتون  څخه د مالي او اداري مرستيال لیدنه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۳:۵۵
د افغان-جاپان روغتون  څخه د مالي او اداري مرستيال لیدنه

 یکشنبه،جوزا  ۲۲ / ۱۴۰۱
 د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د افغان-جاپان تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه له نږدې وکتل.
 مالي او  اداري مرستیال لومړی په روغتون کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو روغتیايي وضعیت و ارزوه او دغو ناروغانو ته یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ارزونه وکړه.
 مولوي  اسحاق صاحبزاده  د روغتيايي کارکوونکو د کار او هلو ځلو ستاينه وکړه او مسٶولينو ته يې لارښوونه وکړه چې په دغه روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ناروغانو د روغتيا په برخه کې هر راز هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۳۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلا بېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شول

دغه درمل د حاجيانو د روغتيا ساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته وسپارل شو، چې د حج فريضې اداء کولو پر مهال به د ټاکل شويو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي. . .

BACK TO NEWS