دبحرآباد روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۲:۱۲
دبحرآباد روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۰۱/۰۷/۱۸ دوشنبه

د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د بهسودو ولسوالۍ دبحراباد روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د بهسودو ولسوالۍ اړوند بحراباد اساسي روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي همکارۍ د ۲ کالو په موده کې جوړه شوې، نن د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر امیر محمد افتاب، د بهسودو دره نور او ښیوې ولسوالیو د رړغتیا مسؤل ډاکټر سمیع الحق جمال، ریاست همکارانو، په ختیځ کې د UNHCR مشر ویلیم ایجالو، د سیمې اوسیدونکو او مشرانو په شتون کې د یو لړ ځانګړو مراسمو او د پټۍ پريکولو په ترڅ کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دبحرآباد روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ښاغلي افتاب د UNHCR ادارې څخه مننه وکړه چې د روغتیايي مرکز لپاره یې یوه مجهزه او معیاري ودانۍ جوړه او د سیمې اوسیدونکو په واک کې یې ورکړه. همدارنګه یې ترې د روغتیا په برخه کې د نورو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

دغه راز د سیمې اوسیدونکو د عامې روغتیا رئیس او د UNHCR ادارې مشر د دستار په تړلو ونازول او د هغوی د خدمتونو قدرداني یې وکړه. همدارنګه هغه کارکوونکي وستايل شول چې د ودانۍ په جوړولو کې یې په بیلابیلو برخو کې هڅې او کوششونه ترسره کړي و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS