د عامې روغتیا وزارت له هغو ډاکټرانو څخه چې د ۱۴۰۰ ھ ش کال او له هغه څخه د مخه یې د تخصص پروګرام بشپړ کړی و؛ خو له خپلو مونوګرافونو یې دفاع نه وه کړې، عمومي ازموینه واخیسته

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۷:۵۶
د عامې روغتیا وزارت له هغو ډاکټرانو څخه چې د ۱۴۰۰ ھ ش کال او له هغه څخه د مخه یې د تخصص پروګرام بشپړ کړی و؛ خو له خپلو مونوګرافونو یې دفاع نه وه کړې، عمومي ازموینه واخیسته

دغه ازموینه چې د روان ۱۴۰۲ ه ش کال د زمري میاشتې په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه واخیستل شوه د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او يو شمير نورو مسؤولینو د ازموینې له صحنې ليدنه تر سره کړه ، او ډاکټرانو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ ، په ياده ازموينه کې د جراحۍ په پرنسیپ کې د ۱۳ تخصصي څانګو څخه ۳۱۴ تنو چې ۱۶۹ تنه یې ښځینه او همدارنګه په داخله پرنسیپ کې د ۱۱ تخصصي څانګو څخه ۱۶۵ تنو چې ۱۳ تنه یې

ښځینه وې ګډون کړی و.

د یادې ازموینې د شفافیت د ټینګښت په موخه د پوښتنو د جوړولو مسلکي او نظارتي کمېټې په دواړو ورځو کې د سهار په شپږ بجو را بلل شوې او د قرنطين په شرایطو کې یې ازموینې ته پوښتنې برابرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې یادې ازموینې ته کاندید ډاکټرانو په انلاین توګه د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه نوملیکنه کړې وه، چې دغه بې ساری نوښت د دوۍ د اسانتیاوو په موخه تنظیم شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS