د ۱۴۰۳ کال د Comprehensive ازموینی د نوماندانو د پام وړ

akbari_admin

هغه محترم ډاکټران چی غواړی د ۱۴۰۳ کال په Comprehensive آزموینه کې گډون وکړی لاندیني ټکي دی په نظر کې ولري:

۱ د مونوګراف  بشپړول او تائيدي حتمی ده.

۲- هغه ډاکټرانو چی د تخصص پروګرام یی بشپړ او مونوګرافونه یی نه دی تکمیل کړی د اکمال تخصص دعلمی کمیټی د فیصلی پر اساس نوموړی ډاکټران دی خپل  پروپوزلونه تر ۱۷/۰۲/۱۴۰۳نیټی پوری د اکمال تخصص عمومی ریاست ته وسپاري د نوموړي نیټی څخه وروسته د دوی پروپوزلونه د علمی کمیټی لپاره دمنلو وړ نه دی .       

۳- ټول محترم نوماندان دي د ټریننګ فایل (نمری) تر آزمویني د مخه د اکمال تخصص لوی ریاست ته وسپاری.

 ۴- د ۱۴۰۳  کال Comprehensive آزموینی لپاره د ۱۴۰۲ کال ریفرنسونه دی چی پخوا د عامی روغتیا وزارت له سایټ څخه خپور شوي دي.

۵- د آزموینی اخیستلو نیته وروسته اعلانیږي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۹:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۱۲
Background image

د تدارکاتي پروژو په اړه د سروې بلنه

محترمو شرکتونو ته !

اسلام علیکم ورحمة‌الله وبرکاته

په درناوي سره، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست لخوا یوه لنډه سروې په لاره اچول شوې ده چې هدف‌یې دادی، چې تر څو وپوهېږو چې خصوصي . . .

Back to announcements