په پکتیا ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
![MOPH](/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-23_at_14.17.46_6fcfd839.jpg)
د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز ګردیز ښار له یو شمېر کلینیکونو، لابراتوارونو، غاښونو کلینیکونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې دوه لابراتوارونه، درې کتنځایونه او یو د غاښونو کلینیک د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.