د عامې روغتیا وزیر په قطر هیواد کې د تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) ناسته کې ګډون وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۱۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد په پلازمېنې دوحه کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) ناسته کې ګډون وکړ

یاده ناسته په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو په تړاو د بحث او مشورې په موخه جوړه شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې ناسته کې وویل:( د تېر په پرتله په هېواد کې پولیو واکسین ته خلکو لاسرسی ښه شوی، اوسمهال په ټول هېواد کې داسې سیمه نشته، چې اوسېدونکې یې واکسین ته لاسرسی ونه لري؛ دغه راز د ښځو په ګډون له ۷۰ زرو ډېر د لومړۍ کرښې کارکوونکي په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام برخه دي.)

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه: ( زه له تمویلوونکو او مرستندویه ادارو غوښتنه کوم، چې په افغانستان کې د دغه پروګرام او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.)

د یادونې وړ ده، چې د یادې څلور ورځنې ناستې په اوږدو کې به د NEOC، WHO، UNICEF، BMGF، CDC، GAVI او روټري انټرنېشنل استازي د تېرې TAG غونډې وړاندیزونه وڅېړي او د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرامونو لپاره به له اوسنیو شرایطو سره سم نوې سپارښتنې انتخاب او وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

د ۷ ولایتونو ۱۰ طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو ریاست اړوند مرکزي لابراتوارونو آمریت د ګلوبل فنډ په همکارۍ د ۷ ولایتونو ۱۰ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل (Bio Medical) تر سرلیک لاندې پنځه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د تخار ولایت په چاه‌ آب ولسوالۍ کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت یوه روغتیايي ځاله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یاده څانګه د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث، د ټولنې پر کچه د روغتيايي کارکوونکو آمر ډاکټر محمد اصف صميم او مل پلاوي له لوري د یو لړ مراسمو په. . .

BACK TO NEWS