د عامې روغتیا وزیر د خوړو نړیوال سازمان له مشرې سره لیدنه تر سره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له مشرې اغلې شاویلي سره د سوء تغذیې ماشومانو او میندو لپاره د روغتیايي خدماتو پر پراختیا او د تغذیې اړوند ورته نورو حمایوي پروژو د تطبیق او څرنګوالي اړوند لیدنه تر سره کړه.
ښاغلي وزیر د یاد سازمان د هڅو د قدرداني تر څنګ د لا دوامدارې همکارۍ او خدماتو د پراختیا غوښتونکی شو تر څو د سوء تغذیې ناروغانو لپاره لا پراخ او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.