د روغتیايي بستو (EPHS & BPHS) د بیا کتنې تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ یاد ریاست کې د اساسي او ولایتي روغتیایي بستو یا کڅوړو (BPHS او EPHS) د تجدید او بیا کتنې کمېټې ناسته وشوه.
د روغتیايي خدماتو دا بستې چې په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې رامنځته شوې وې، تر اوسه پورې یې بیا کتنه نه ده شوې؛ په داسې حال کې چې د نفوس زیاتوالي د ناروغیو په ډولونو کې بدلونونه او د هېواد په ټولو سیمو کې د با کیفیته او مساوي روغتیایي خدماتو چمتو کولو اړتیا د دې بستو بیا کتنه اړینه کړې ده.
په دې ناسته کې همداراز، د رهبرۍ کمېټې مخکېنیو پرېکړو په اړه هم خبرې وشوې او د روغتیايي بستو بیا کتنې لپاره اساسي پړاوونه وټاکل شول، د بستو تحلیل او ارزونې لپاره عملیاتي پلان او د دې بستو د بېلا بېلو اړخونو د څېړلو په موخه مسلکي فرعي کمېټو لیست ترتیب شو.
دغه راز، د موجوده روغتیايي بستو په اړه تخنیکي بحثونه ترسره، اوسنی وضعیت یې وڅېړل شو، د بستو بیا کتنې مرحلې وټاکل شوې او د راتلونکو اقداماتو لپاره اړینې پریکړې وشوې.