د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د بېل ګیټس بنسټ له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۱۲
 MOPH

دغه ناسته چې د کتلوي معافیت پیاوړتیا او پولیو د له منځه وړلو په موخه جوړه شوې وه، په کې د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د معینیت مشاورینو، د کتلوي معافیت امر ډاکټر حکیم همت او د بېل ګیټس بنسټ استازو ګډون درلود.

په یاده ناسته کې د کتلوي معافیت پروګرام پر ښه واکسیناسیون، د پولیو ویروس پر له منځه وړلو او په ځانګړي ډول هغه شپږو ولسوالیو کې د پروګرام پر خدمتونو هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې، چېرته چې د یاد پروګرام د خدمتونو پوښښ کم دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له ذکر شویو پروګرامونو څخه د هرکلي او ملاتړ تر څنګ په یاده برخه کې د بېل ګیټس بنسټ له استازو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۲۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې او د خوړو او درملو امریتونو له لوري د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار کې د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په هرات ښار کې له ۲۳ درملتونونو او یوې تولیدي فابریکې څخه د روغتیايي محصولاتو د کیفیت څارنه تر سره شوه

د هرات ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي محصولاتو او درملو د تولید او وارداتو څخه د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت له لوري د دغه ولایت په لومړۍ، دویمې او درېمې ناحیې کې له ۲۳ درملتونونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

په اکمال تخصص لوی ریاست کې د نوو رئیسانو د معرفي کولو مراسم ترسره شول

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس ډاکټر احمد فرشيد محمدي د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډميکو چارو د انسجام د رئيس او ډاکټر محمد. . .

BACK TO NEWS