د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درمل جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رئیس عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۱۵
MOPH

په دې لیدنه کې، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، د ازبکستان د درمل جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې رئیس، مل تخنیکي پلاوي او د درملو سکتور یو شمېر سوداګرو ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د تخنیکي او تنظیمي همکاریو په پراختیا ټینګار وشو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د عملي کولو او د درملو شرکتونو د ثبت (راجستریشن) بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وشوه.

همدارنګه په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د ازبکستاني شرکتونو ثبت، د مناسب قیمت په بدل کې د باکیفیته درملو د وړاندې کېدو ډاډ، د ازبکستان د درملو صنعت د ظرفیتونو او پرمختګونو پېژندنې او د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړونې په اړه هم بحث او خبرې ترسره شوې او ازبکستاني پلاوي د تخنیکي تجربو شریکولو، زده‌ کړو او ظرفیت لوړونې برخه کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی وښود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو. . .

BACK TO NEWS