عامې روغتیا وزارت او همکارې ادارې د زلزلې قربانیانو لپاره ګډه کمېټه جوړوي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۸:۳۹
moph

عامې روغتیا وزارت په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو د غوره مدیریت، سمون او تنظیم په موخه د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د سرې میاشتې ټولنې، د ولایت مقام او اړوندو مرستندویه مؤسسو په همکارۍ یوه ګډه د همغږۍ کمېټه جوړه کړه

یاده ګډه کمېټه به په دغه قرارګاه کې د خوراکي توکو د مرستو د منظم جلب او عادلانه وېش تر څنګ د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ په جوړولو کار وکړي، چې د دې مرکز او کمپ له لارې به نه یوازې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د لومړنیو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي، تر څنګ به یې د هستوګنې لپاره خوندي ځای هم ځانګړی شي.

د دې کمېټې د جوړېدو موخه د زلزلې له امله زیانمن شویو کورنیو ته په وخت، منظم او اغېزمن ډول روغتیايي اسانتیاوې، خوراکي توکي او د سرپناه امکانات برابرول دي، تر څو د هغوی ستونزې په بېړني ډول راکمې او د ژوند شرایط یې ښه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي په مشرۍ د یاد ریاست په  دفتر کې د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غړو او د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۱۳
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ په تالار کې د Polymerase Chain Reaction (PCR) علمي کنفرانس ترسره شو

دغه کنفرانس د PCR ټکنالوژۍ د علمي، څېړنیزو او عملي اړخونو د ارزولو لپاره د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې له لوري ترسره شو، چې موخې یې د مالیکولي بیولوژۍ د. . .

BACK TO NEWS