د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د رئیس او مدریتي پلاوي ټاکلو لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۳۳
moph

دغه ناسته د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د رئیس او مدریتي پلاوي ټاکلو په موخه د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکټر احمد خندان په مشرۍ د کابل ولایت د خصوصي روغتونو د رئیسانو په شتون کې د یاد ریاست په انګړ کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې ډاکټر احمد خندان د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست د تېر څلور کلن فعالیت د لاسته راوړنو راپور له ګډونوالو سره شریک کړ او ویې ویل: «د خصوصي روغتونو د اتحادیې د جوړولو هدف د فعالیتونو منسجم کول، د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړول او د خصوصي سکتور او امارتي مراجعو ترمنځ د نږدې همکاریو زمینه برابرول دي او باید د دغې اتحادیې په راس کې متدین، ژمن، خدمتګار او مسؤلیت‌ ته ژمن اشخاص شامل وي

همدارنګه، د غونډې ګډونوالو د خصوصي روغتونو له رئیسـانو څخه یوه ۱۳ کسیز کمیټه وټاکله، څو په لاندې برخو کې کار وکړي: د اتحادیې د اساس‌ نامې تدوین، د غړیتوب د بهیر تنظیم او د رئیس او د ناستې د پرېکړې له مخې د مدریتي پلاوي د ټاکنو طرزالعمل طرحه او تدوین، د مقدماتي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به د خصوصي روغتونو د اتحادیې ټاکنې د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست او د عدلیې محترم وزارت د استازو په شتون کې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول لوی ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې روزنیز پروګرام کې چې د لوګر او میدان وردګ ولایتونو ۹۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۳۲
Background image

د هرات سیمه‌ییز روغتون کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت ظرفیت لوړولو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت برخه د هرات ولایت سیمه ییز روغتون د ظرفیت لوړولو په موخه له Welfare Organization for Poverty Reduction and Advocacy- WOPRA م. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده دوهمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده دوهمه فقره:

هغه اشخاص چې د لېږد او رالېږد وسایل لري او اړوند جوازلیک ونه لري، په هېڅ ډول نه شي. . .

BACK TO NEWS