د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي، چې د نوملیکنې بهیر به یې ډېر ژر پیل شي.

له همدې امله، هغه محترم متخصصین چې په یادې ازموینې کې د ګډون غوښتونکي دي، خبر ورکول کېږي؛ تر څو د هغې خبرتیا له مخې چې وروسته به د عامې روغتیا وزارت د وېب‌سایټ له لارې خپرېږي، خپله نوملیکنه وکړي.

هغه محترم متخصصین، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د ټرینري ازموینې نظري پړاو یې په بریالیتوب سره بشپړ کړی دی، د عملي پړاو د ګډون لپاره دې د خپلې برېښنايي (الکترونیکي) تذکرې کاپي د روان کال د قوس میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې د لاندې برېښنالیک پتې او واټس‌اپ شمېرې له لارې ولېږي.

برېښنالیک پته: info.pgme.af@gmail.com

د واټس‌اپ شمېره:

0788209637

والسلام

د اکمال تخصص لوی ریاست

۲۲ / قوس / ۱۴۰۴ هـ ش

۲۲ / ۶ / ۱۴۴۷ هـ ق

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

Back to announcements