د عامې روغتيا وزارت له لوري د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ د مدیریت تطبیقي پلان پرانيست غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۱۵
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتيا نړيوال سازمان، خوړو نړيوال پروګرام (WFP)، يونيسيف ادارې او رسنيو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وويل: (خوارځواکي د ماشومانو د ژوند، ذهني ودې او راتلونکې لپاره يو جدي ګواښ دی او اغېزې يې له کورنۍ څخه تر ټولنې پورې غځېږي).

 هغه زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت ژمن دی، چې دا لارښود د هېواد تر لرې پرتو سيمو پورې عملي کړي او د روغتيايي کارکوونکو په ظرفيت لوړولو سره د ټولنې د پوهاوي کچه لوړه او له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په ګډه د ميندو او ماشومانو د روغتيا برخه پياوړې کړي.

همداراز، د عامې روغتيا وزارت د عامه تغذيې رئيس، ډاکټر حکمت‌الله معصومي وويل: د دې لارښود جوړولو اساسي موخه له نړيوالو معیارونو او د هېواد له واقعي شرايطو سره سم په شواهدو ولاړ د يو ملي علمي لارښود لرل دي، چې د روغتيايي کارکوونکو لپاره روښانه، ساده او د پلي کېدو وړ وي.

بل لور، د روغتيا نړيوال سازمان، خوړو نړيوال پروګرام او يونيسيف استازو هر اړخيزې ويناوې وکړې او د حادې خوارځواکۍ د مخنيوي او مديريت په برخه کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو بهیر په ترڅ کې د ادې میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د ادې ميډيکل کمپلکس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS