د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست سره د ۱۱ قلمه روغتیايي کیټونه مرسته وشوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۰
moph

دغه مرسته، چې ارزښت یې له ۸۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیات دی، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د سمنګان ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست سره وشوه؛ چې په کې بېړني کیټونه، ټراما کیټونه او د نومونیا کیټونه شامل دي.

د سمنګان عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د روغتیا نړیوال سازمان له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دا مرستې به د بېړنیو خدمتونو د کیفیت په ښه والي او د ناروغانو په درملنه کې مهم رول ولري او د دغو مرستو پر شفاف او اغېزمن استعمال یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو بهیر په ترڅ کې د ادې میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د ادې ميډيکل کمپلکس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS