د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره د (19000) طبي اکسیجن بالونونه د تدارک او چمتو کولو تړون چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، د افغان اکسیجن شرکت ته، چې د کابل ولایت،کابل جلال آباد سرک- پکتیا کوت سیمه کې موقعیت لري او  D-29072جواز شمیرې لرونکی دی د )4650000(څلور میلیونه شپږ سوه پنځوس زره افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه له لاملونو سره یو ځای د استقلال روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت شپږمه ناحیه، علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري د عقودو قانون سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند  (  د احمد شاه بابا مېنې روغتون د اړتیا وړ ۶۱  قلمه ریجنټونو  چمتو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۶
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا!

د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د لاندې ذکر شویو پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

او د شرطپاڼې سافټ کاپي د وزیر محمد اکبرخان . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د تخصصي او ثالثی روغتونونو د اړتیا وړ ۱۷۷ قلمه طبي ملزماتو چمتو کول . . .

Back to tenders