په ننګرهار کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی ټریننګ حال د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت عامې روغتیا ریاست کې د یوه لوی ټریننګ حال د بنسټ ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د یونیسیف ختیځ زون د روغتیا برخې مسؤل او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.
یاد ټریننګ حال د یونیسیف ادارې له لورې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي، چې په یوه وخت کې به د شاوخوا ۳۵۰ کسانو ظرفیت ولري.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ښاغلي مرستیال، د یونیسیف له همکارۍ د مننې تر څنګ اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې تعمیراتي چارې د وزارت له پالیسۍ سره سم په معیاري توګه تر سره کړي.
همداراز، د عامې روغتیا رئیس دغه ټریننګ حال د روغتیا برخې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم یاد کړ او ډاډ یې ورکړ، چې په جوړېدو سره به یې به د روزنیزو پروګرامونو د پیل لپاره هڅې وکړي او روغتیایي کارکوونکو ته به د ظرفیت لوړونې په موخه د مهمو روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره کړي.
