تدارکاتي پروسه کې د ګډون دعوت!
د دې لپاره چې شفافیت را منځته او د هیواد وګړو ته لا ښه کاري زمینه مساعده شي ، د عامې روغتیا وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبوساختماني شرکتونو ته بلنه ورکوي چې د 318 عمومي روغتونو د نویو تعمیراتي چارو په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه خپل شرکتونه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست سره ثبت او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د ثبت کیدو لینک د عامې روغتیا وزارت پر ویب پاڼه ، او ټولنیزو شبکو هم موندلی شئ