تېر کال د خوست په ولایتي روغتون کې (۳۳۱۲) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۴۶
MOPH

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۷۱۸) ستر عملیاتونه او (۱۵۹۴) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۲۳۰۲۲) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۵۵۶۰۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.