خبرتیا!

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۵۳
MOPH

Publish Date

Closing Date

د نورستان د عامې روغتیا ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا ریاست اړوند ټولو ولسوالیو (کانتوا، واما، وانت، وایګل، کامدیش، برګمټال، نورګرام، دواب، منډول) په کچه یو شمېر بستونه د ازادې سیالۍ (رقابت) له لارې اعلان ته وسپاري.

له ټولو هغو وړ او شرایطو پوره اشخاصو څخه هیله کېږي چې د غوښتنلیک فورم ترلاسه کولو لپاره د لاندې اسنادو سره د نورستان د عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي:

اړین اسناد:

- د برېښنايي پېژندپاڼې کاپي

- یوه (۱) قطعه عکس

- تحصیلي اسناد د عامې روغتیا وزارت له تأیید سره

د نوماندۍ شرایط:

- په اړونده رشته کې لوړې زده کړې ولري.

- د ایګزیټ ازموینه یې په بریالیتوب سره پاس کړې وي.

- عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۶۴ کلونو زیات نه وي.

- برېښنايي پېژندپاڼه ولري.

د نوم‌ لیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۰۶/۲۶

له ټولو شرایطو پوره غوښتونکو څخه غوښتنه کېږي چې د ټاکلې نېټې تر پای مخکې خپل اسناد وسپاري.